تړون زموږ پر ګټه دی، خو لاسليک کوم يې نه؟؟؟! کرزی
نظرمحمد مطمئن نظرمحمد مطمئن

 

د سياسي چارو وتلی کارپوه حاجي سيد داؤد د افغان نشراتي مرکز مشر وايې چې د افغانستان او امريکا تر منځ امنيتي تړون کې امريکا خپله سياسي ګټه لټوی او د افغان ولس ګټو ته نظر نه کوې، هغه وايې چې امریکا  غواړي د تړون په لاسلیک کولو سره خپله ماتې پټه کړي.kj

دا ډول حاجي سيد داؤد وايې چې افغان ولسمشر کرزی هم د تړون څخه خپله ځانګړي (شخصي) ګټه پورته کوي، او خپل شرايط پر امریکا ددی له پاره ږدي چې خپله کورنۍ په واک کې وساتي.

کرزی صاحب پوهيږي چې امریکا مجبوره ده چې تړون وکړي، ځکه هغوی به په دي سره وتوانيږي چې د نړۍ څخه خپله ماتي د تړون په کولو سره پټه کړلای شي، له همدې امله ښاغلی کرزی غواړي چې پر امريکا خپل د کورنۍ او خپل ځانګړې شرایط مخکې د تړون له لاسليک څخه ومني.

دا ډول په کور دننه او دباندي سياسي ککرۍ د افغانستان او امريکا د تړون اړوند بېلابېل نظرونه لري، مشورتې جرګې ته د وينا پر مهال  (دلته کليک کړئ) د امريکا د خوښې خلاف ښاغلي کرزي وویل چې که مشورتې جرګه تړون تايد او يا تايد نه کړي، په دواړو حالاتو کې به د جرګې له پريکړې وروسته  ولسې جرګې ته استول کيږی او بيا به د انتخاباتو وروسته راتلونکی ولسمشر تړون لاسليک کوې، په دي معنی چې زه يې نه لاسلیک کوم، ورسره همهال مخکې وايې چې ما تړون ټکی ټکی، جمله جمله کتلې او فکر مې پري کړی، دا تړون د افغان ولس په خیر دی او موږ اړتيا لرو چې له امريکا سره تړون ولرو، دده په خبرو کې له ورایه فرق معلوميږي، که تړون پر ګټه ګڼې نو بيا يې ولي ځنډوې؟ که د افغان ولس ګټې پکې خوندې وې بيا خپل ځانګړې شرطونه ولي وړاندي کوي( امنيت، سوله او رڼې ټاکنې)، چې درې سره غوښتنې ستاسي په شتون کې شونې نه ښکارې، دا ډول که د تړون لاسليک راتلونکې ولسمشر کوي، بيا د مشورتې جرګې راغوښتلو ته اړتيا څه وه؟ د کابل ښار بنديدل او د ښاريانو ځورولو ته کومه اړتيا وه؟ د محصلينو او زده کوونکو پر مخ د تعليمې ادارو د بنديدو ته کومه اړتيا وه؟ او بالاخر يوه اونۍ مفت معاشونه د دولت مامورينوته او له دي سربیره د جرګې ګزاف لګښتونه؟ کرزی صاحب! ولس حق لرئ چې ستاسي څخه دغه سوالونه وکړي او تاسي يې ځواب کړئ؟

داسې معلوميږې چې په وروسته وخت کې د ښاغلي کرزي او ډاکټر رنګين سپنتا ترمنځ هم په خبرو کې ښکاره توپيرليدل کيږي، هغه سپنتا چې امریکا ته تر ولسمشر کرزی ډیر د اهميت وړ دی، او امريکا يې دهغه خدمت له کبله چې د امنيتې تړون په کولو کې يې د امريکا پرګټه کارونه کړي منندوی دي.

ولسمشر کرزی او دهغه وياند ايميل فیضي په ټينګار سره وايې چې تړون به له انتخاباتو وروسته لاسليک کيږي (دلته کليک کړئ)، د امريکا ولسمشر  او په ځانګړي ډول د امريکا د بهرنيو چارو وزیر جان کيري وايې چې افغانستان بايد حتمي تړون د روان کال تر پايه لاسلیک کړي (د يوې مياشتي دننه) (دلته کليک کړئ).

ډاکټر سپنتا په خپلو پخوانيو څرګندونو کې ویلې (دلته کليک کړئ ) چې تړون به دروان کال تر پايه افغان حکومت او امريکا لاسليک کړي، افغان حکومت په دي اړه خپلواک دی او اړتيا نه لري چې له ګاونډيو او نورو هيوادونو سره د تړون دلاسلیک او نه لاسليک په اړه مشوره او خبرې وکړي.

ولسمشر کرزی وایې چې تړون د افغانستان په ګټه دی خو زه يې نه لاسلیک کوم، د روان کال تر پايه بايد چې امضاء نه شي، او دا ډول د سپنتا د څرګندونو خلاف وايې چې له پاکستان، ايران، چين، ترکيه، روسې او سعودي عربستان سره مو د تړون اړوند خبرې او مشوره کړي ده (دلته کليک کړئ )، يو ښکاره توپير د کرزي صاحب او ډاکټر سپنتا په خبرو کې ليدل کيږي.

د مشورتې جرګې څخه يوه ورځ د مخه (۲۰ نومبر ۲۰۱۳) جان کيري او ښاغلي کرزي پر ټليفون ډیرې خبرې کړي وي چې پرته له نتيجې پای ته رسيدلي وي، ځکه خو سهار مشورتي جرګې ته د وينا پر مهال د ولسمشر کرزي پر څیره د خفګان نښې ښکاريدلي.

د ښاغلي کرزي له وينا څو ساعته وروسته امريکا اعلان وکی چې د تړون لاسليک د روان کال تر پایه غواړي (دلته کليک کړئ) .

ویل کيږي چې د نومبر پر ۲۲مه بیا ځل ښاغلې کرزي او جان کيري خبري کړي، او له کرزي صاحب څخه غوښتل شوې چې تړون د روان کال ترپایه لاسليک کړي، د ارګ څخه دويم ځل ویل شوې چې تړون به له انتخاباتو وروسته نوی ولسمشر لاسلیک کوي (دلته کليک کړئ).

نن سهار (۲۳ نومبر ۲۰۱۳) ویل کيږي چې ښاغلي سپنتا د مشورتي لويې جرګې د ۵۰ کميټو رئيسان، د مشورتي جرګې مرستيالان او رئيس حضرت صبغت الله سهار چای ته غوښتې وو، او له هغوی سره يې دتړون اړوند مسايلو باندي بحث درلود.

د ښاغلي سپنتا سره تر مجلس وروسته د مشورتي لويې جرګې رئيس حضرت اعلان وکی چې ولسمشر کرزی حق نه لري چې له امريکا سره تړون وځنډوې، کرزی بايد چې ژر تر ژره له امریکاسره امنيتې تړون اعلان لاسليک کړي، حضرت وویل چې تړون د افغانستان په ګټه دی، او موږ غواړو چې ډیر ژر تړون لاسليک شي (دلته کليک کړئ).

معلوميږي چې ډاکټر رنګين دافر سپنتا توانيدلی چې د جرګې غړې د رئيس په ګډون خپل کړي، بل خوا بيا ليدل کيږي چې په جرګه کې د کرزي ټيم ډیر قوي دی، سپنتابه ونه توانيږې چې دښاغلي کرزي د خوښي خلاف نظر  پر مشورتي جرګه ومني، حضرت صاحب احساساتي سړی دی، او ممکن وروسته به بيا بل اعلان دښاغلي کرزي په ګټه وکړي.

همدغه پټې ناندرۍ دی چې نن ښاغلی کرزی اړ کړل شو چي دده له ادرسه اعلان ؤشي چې په کور دننه رسنيو ته اجازه ورکول شي چې د مشورتي جرګې او تړون په خلاف نظرونو خپرولو ته هم اجازه ورکول شي (دلته کليک کړئ).

د مشورتي جرګې په لومړۍ ورخ ۲۱ نومبر ۲۰۱۳ ډیرو رسنيو کې د تړون او مشورتې جرګې په اړه اوريدونکو او ميلمنو مخالف نظرونه ورکول، چې په دي برخه  کې د غازي نواز ټنې (د مشورتي لويې جرګې غړي) نظر ډیرو خلکو واوريدی چې د بي بي سي راډيو سره ميلمه وو، هغه جرګه د وخت او مال ضياع وبلله، ويې ويل چې د ډیرو کميټو پر غړو وګرځيدم  تړون يې د افغان ولس په زيان ګاڼه، او مخالف نظر يې وو، په ټوله کې د ټني نظر هم د تړون مخالف نظر وو (دلته کليک کړئ).

د جرګې دويمه ورخ ۲۲ نومبر ۲۰۱۳ کورنيو او نړيوالو رسنيو ته اجازه نه ورکول کيدله چې دهغو کسانو نظرونه وړاندي کړي چې د امريکا سره د امنيتې تړون مخالفت کوي، همدغه مسئله د بي بي سي نړيوالي راډيو هم راپورته کړي (دلته کليک کړئ).

د جرګې دويمه ورځ چې جمعه وه يوه بله پېښه هم وشوه چې رسنيو لا هم نه ده راپورته کړي، او ممکن چې نن به دغه مسئله لږ تر لږه ځکه راپورته شي چې اوس د تړون د وخت پر سر اختلاف د امریکا+سپنتا+حضرت او ولسمشر کرزي ترمنځ مخ په زياتيدو دی.

محمدحسن ولسمل چې کله د تړون متن او د امريکا شرایط ګوري، د احتجاج په ډول له جرګې څخه ؤځي او استعفی وړاندي کوي.

ولسمل صاحب وايې چې کله مې غوښتل د خپل کاري کميټې څخه ووځم او خپله استفی د جرګې ريس ته وړاندي کړم، د امنيتې کسانو له خوا اجازه نه راکول کيدله، ومې ویل چې ازاد افغان یم، حق لرم چې له جرګې ولاړ شم، وروسته له دلایلو،  اوه تنو امنيتې کسانو بدرګه کولم او خبريالان او د هغوی کيمرو ته يې اجازه نه ورکوله چې زما نظر او زما احتيجاج ليک ورته وړاندي کړم.

کله چې د لويې جرګې له خيمې څخه راوتلم تر لسو زیاتو امنيتې کسانو له خوا را وایستل شوم، ډیر  سپک چلند راسره کيدی، او په دي وخت کې هم امنيتې کسانو خبريالانو او رسنيو ته اجازه نه ورکوله چې زما سره خبرې وکړي، د ځينو رسنيو خبريالانو ته یې سپکې سپوري وکړی، ځينې يې ټيل وهل، او دځينو څخه يې د کيمرو د اخستلو هڅې وکړي.

ولسمل صاحب له يوې نړيوالي رسنې څخه هم ګيله درلودله چې هرو وخت وایې چې ازاده رسنۍ ده، قضاوت اوريدونکو ته پريږدې، خو له ده سره يې يو نيم ساعت مرکه دده د احتجاج او تړون اړوند مسايلو باندي کړي وه، مګر نشر يې نه کړه.

زه په ټوله کې که مشورتي جرګې تړون تايد کړی يانه، جرګې او غړې يې پر دي پړه بولم، چې ښه پوهيږي چې خبره يې ارزښت او قوت نه لري د څه له پاره ځان غولوي.

يوه ملګرې راته وویل چې ځينې ځوانان په دي خاطر جرګې ته راغلي چې په راتلونکې کې بهر هيوادونو ته د تګ کیس (دوسیه) يې قوي وي، ځکه دوی پوهيدل چې وسلوال مقاومت به اخطارونه ورکوي، او دغه اخطار به ددي لامل وګرځي چې دوی په اساني سره اروپا او امريکا ته ورسوي.

ځينو بيا ناخبره ددي له پاره په جرګه کې ګډون کړی وایې چې په راتلونکې کې به مو بګرونډ قوي وي، هغوی پر دی نه پوهيږې چې تاريخې شرم به ورله غاړي وي، داڅه چې ددوی له پاره، بلکه اولادونه او لمسيان به يې هم له همدې کبله په کلې او کور کې ځوريږې.

راځئ چې اصل بحث ته ولاړشو، آیا ممکن ده چې په ۵ مياشتو کې امریکا او پاکستان وتوانيږې، چې په سيمه او افغانستان کې امنيت راولي؟ په داسي حال کې چې د امریکايې او نړيوالو پوځونو په شتون کې په تيرو دولس کلونو کې ورځ تر بلې امنيت خراب شوې، زما په آند چې دا هسي يو خيال او تصور دی، او ښاغلی کرزي صاحب هم ښه پوهیږې چې دغه ډول غوښتنه له امريکا او پاکستان څخه داسي غوښتنه ده لکه د پاکستان د چارواکو هغه غوښتنه چې وایې امریکا دي د بې پيلوټه الوتکو بريدونه بند کړي، او په پټه همدغه پاکستان ورسره همکاري کوي، زما په آند د امنيت په خرابولو کې امريکا، ګاونډې هيوادونه او کورنۍ کړۍ په ګډه او مشوره اخته دي.

کرزی صاحب وایې چې امريکا او پاکستان باید چې سوله راولي که امريکا وغواړي په يوه ورځ کې سوله راوستلای شي، راځي لږ دغه موضوع وڅيړو، چې سوله څوک غواړي؟ او څو ک يې مخنيوی کوی؟

پاکستان د روان ميلادي کال په پېل کې اعلان وکی چې په ۶ مياشتو کې به طالبان له افغان دولت سره خبرو ته کينوې، د ګردو هڅو سره سره ونه توانيدی چې منتر يې پر طالبانو وچليږي .

امریکا پريکړه وکړه چې له طالبانو سره د افغانستان د راتلونکې په اړه په قطر کې مخامخ خبرې پيل کړي، ډیر ژر يې افغان حکومت مخالفت وکی (دلته کليک کړئ).

داسي ويل کيږي چې کرزی صاحب ته پاکستان او امريکا ويلې چې پر طالبانو به فشار راولي تر  څو له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښينې او د افغان حکومت ځينې غوښتنې پرې ومني، په ټوله کې به طالبان مجبور کړې چي په ګډ حکومت کې برخه واخلي.

همدا لاملونه وو چې لطیف الله مسید امريکا ونيوی، حکيم الله مسيد د پاکستاني طالبانو مشر د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې له منځه يووړل شو، او د جلال الدين حقاني مشر ځوی نصیرالدين حقاني نامعلومو وسلوالو اسلام آباد ته نږدې وویښت، د حقاني ډلي د مشر سراج الدين حقاني نږدي ملګری او مرستيال مولوی احمد جان د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې له نورو طالبانو سره له منځه ولاړی، ویل کيږي چې په دغه مجلس کې سراج الدين حقاني هم شتون درلود. (دلته کليک کړئ).

په کور دننه کابل کې د مولنا فضل الله په اړه هم ډول ډول  څرګندونې کيږي، چې تر ټولو مهمه يې د هغه په اړه د ولسمشر د لومړي مرستيال قسيم فهيم څرګندونه ده چې وايې دوه ځله يې په کابل کې ورسره ليدنه کتنه شوې ده

که د طالبانو په له منځه وړلو سوله راتلای شي، نو په دولس کلونو کې خو په لسګونو زره طالبان د امريکا، افغان حکومت او پاکستان له خوا په بېلابېلو وختونو او سېمو کې له منځه يووړل شول.

که سوله د طالبانو په زندانې کيدو سره منځته راتلای نو په تیرو دولس کلونو کې خو ګوانتانامو، بګرام، پلچرخی، د پاکستان بېلابېل زندانونه په طالبانو او طالب پلوه کسانو ډک شول، پرته له دې چې ستونزه يې زياته کړه، مقاومت زور واخیست بله کومه د پام وړ لاسته راوړنه يې نه درلودله.

داچې ولي کرزی صاحب پر دي ټينګار کوي چې تړون دي له انتخاباتو وروسته لاسليک شې، شنونکې په دي نظر دي چې ښاغلی کرزی غواړی چې امریکا ورسره ومني چې دده د خوښي کانديد راتلونکی ولسمشر شي، دا ټولې هڅې يې ددي له پاره دي، امنيت او سوله اضافي دوه شيان دی چې هدف ته د رسيدو له پاره يې را برسیره کړي، اوسنی افغان دولت او ټیم يې سوله نه غواړي او نه هم په اوس وخت کې امنيت د ځان په ګټه بولي.

کرزی صاحب به هغه وخت د تړون لاسليک ته زړه ښه کړي چې دده ورور قيوم کرزي ولسمشر شي او راتلونکې لس کلونه بيا هم امريکا ددوی د کورنۍ له پاره د واک ګرنټي ورکړي.

پای






November 24th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات